په ۲۰۱۹ کال کې له ۲۰۰ زرو ډېر افغان کډوال راستانه شوي
د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال له پیله تر دې دمه شاوخوا دوه سوه او درې زره افغان کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
سید حسین علمي بلخي وړاندې وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ایرانه یو سلو او ۸۲ زره کډوال راستانه شوي چې له ډلې یې سلو او ۸۱ زره یې په زوره رااېستل شوي دي.
هغه زیاتوي، په دې موده کې شااوخوا څلور زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او په خبره وزیر وايي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له ډلې ۷۰ سلنه یې هلته کې زېږېدلي دي.
د کډوالو چارو ادارو د معلوماتو لهمخې دا مهال په پاکستان کې شااخوا درې مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
سید حسین علمي بلخي چې دا مهال په اسلام اباد کې دی وايي، د یادو کډوالو د ستنېدو په صورت کې افغان حکومت مکلف دی چې دوی ته د زده کړو او کار شرایط برابر کړي.
په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه د افغان، پاکستاني، ایراني او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د چارواکو شپږمه غونډه تر سره کېږي او یاده غونډه داسې مهال رابلل کېږي چې د روانې جون میاشتې په ۳۰مه په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده هم پای ته رسېږي.
خو د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د شمېر زیاتوالي او د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو له کوربه هېوادونو څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې د غځېدو په اړه د پاکستان، افغانستان او د کډوالو په چارو کې د ملکرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شي.
0 دیدگاه