جرمني یو شمېر نور افغانان کابل ته راستنوي
جرمني له خپلې خاورې د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې نن سهشنبه یو شمېر نور افغان کډوال د هوا له لارې کابل ته راستنوي.
د جرمني رسنۍ وايي، دې هېواد چې په ۲۰۱۶م کال کې یې د رد شویو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې، تر اوسه پورې ۵۸۹ ایستل شوي افغانان کابل ته ستانه کړي.
ټاکل شوې ده چې نن سهشنبه هم د جرمني له لایپزیګ څخه په یوه الوتکه کې یو شمېر افغان کډوال د افغانستان پر لور روان شي، خو د شمېر په اړه یې څه نهدي ویلي.
د بشري حقونو ځینې ملاتړې ادارې او فعالان د جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو له لوري د افغان پناه غوښتونکو پر ایستلو نیوکه کوي او وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نهدی.
0 دیدگاه