د جرمني پولیسو د افغان کډوال په ستنولو کې ناوړه چلند کړی
د شکنجې د مخنیوي لپاره اروپايي کمېټې د اروپايي شورا یوې څارونکې ډلې په حواله ویلي، د جرمني پولیسو له یوه افغان کډوال سره خپل هېواد ته د جبري ستنولو پر مهال ناوړه چلند کړی دی.
دې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، تېر کال په یوه الوتنه کې دوی ته څرګنده شوه چې یوه جرمني افسر خپل لاسونه د دغه افغان له اورمېږه داسې تاو کړي وو چې هغه په سختۍ سا ایسلته او هغه افغان کډوال همداسې په جبري ډول افغانستان ته استول کېده، خو ده مقاومت کاوه.
راپور یادونه کوي، د یوه چا شکنجه کول، هغه هم داسې چې له ځانګړیو اندامونو یې کلک نیسي، هغه تکنیک دی چې موخه یې په واضح ډول د سخت درد ورکول دي چې دا هم زیاتی او هم ناروا عمل دی.
د شکنجې د مخنیوي لپاره اروپايي کمېټې سپارښتنه کړې چې د دې طریقې د کارولو د مخنیوي لپاره باید سمدستي اقدام وشي، خو برلین ویلي، دا سپارښتنه فدرال پولیسو ته استول شوې، څو لازم اقدامات وکړي.
0 دیدگاه