د تکواندو ځلمیانو په اسیايي سیالیو کې دویم مقام خپل کړ
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، د تنکیو ځلمیانو ترمنځ د تکواندو په اسیايي سیالیو کې افغانستان دویم مقام ترلاسه کړ.
له یاد ریاست نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د تکواندو ځلمکيو ملي لوبډلې په یادو سیالیو کې يو د سپينو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.
سرچینه زیاتوي، غلام مرتضی او احسان رحيمي خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډالونه او فرزاد منصوري د سپينو زرو مډال خپل کړی دی.
افغان ورزشکارانو پهدې سياليو کې له سوېلي کوريا، ازبکستان، تايوان، اردن، عربستان، ايران او کويټ سره سيالۍ وکړې.
دا لوبې د اردن په کوربهتوب د ۳۲ هېوادونو ترمنځ وشوې.
0 دیدگاه