د تکواندو ځوانانو خپل لومړی مډال وګاټه
د تکواندو ځوانانو خپل لومړی مډال وګاټه
د تکواندو فدراسیون وايي، د تکواندو تنکیو ځوانانو په اسیايي سیالیو کې خپل لومړی مډال وګاټه.
له یاد فدراسیون نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د اسیا د تکواندو لوبې د اردن په کوربهتوب د ۳۲ اسیايي هېوادونو د ۳۱۸ تکواندوکارانو ترمنځ پیل شوې دي.
افغانستان د تنکیو ځوانانو تکواندوکاران یادو لوبو ته استولي چې له ډلې یې مرتضی صالح د بُرنزو لومړی مډال ګټلی دی.
هغه د تکواندو بنسټګر هېواد سوېلي کوریا او چین تایپه ته ماتې ورکړې دي. یو بل افغان لوبغاړي شهرام بیا د سعودي عربستان لوبغاړی مات کړی دی.
0 دیدگاه