په کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات پنځلس سلنه زیات شوي دي.
د هغه په وینا، د وړاندوینو له مخې او دا چې په دغه ولایت کې د انګورو بڼونه زیات شوي، سږ کال به په کندهار ولایت کې ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.
نوموړی زیاتوي، د کرنې وزارت د نورو مېوو په پر تله، انګورو ته ښه کورنی او بهرنی مارکېټ لري او په خبره یې، د دې لپاره چې د انګورو ډېره برخه په کارخانو کې پر شنو او سرو انګور بدلېږي او دغه شان په تازه ډول هم بازار ته وړاندې کېږي، له کندهاره هندوستان، اماراتو او بېلابېلو ولایتونو ته یې د لېږد لپاره ښې اسانتیاوې شته.
د رستمي په باور، اټکل دا دی چې د کندهار تر څنګ، سږ کال به د هلمند ولایت د انګورو محصولات هم زیات شي.
0 دیدگاه