د موی تای لوبډله ټایلنډ ته رسېدلې
د موی تای لوبډله ټایلنډ ته رسېدلې
د هېواد موی تای ملي لوبډلې لوبغاړي د دې رشتې په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه ټایلنډ هېواد ته رسېدلي دي.
د بدني روزنې او سپورټ له عمومي ریاست نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا سیالۍ د جولای په ۱۹مه پیل شوي او تر یوې اوونۍ به دوام وکړي.
سرچینه زیاتوي په یادو سیالیو کې د نړۍ د ۱۰۷ هېوادونو لوبغاړيو ګډون کړی او په بنکونک ښار کې د ټایلنډ په کوربهتوب کېږي.
د موی تای فدراسیون رییس امیر حسین وايي، په دې سیالیو کې له افغانستانه ۱۱ لوبغاړي ګډون کوي چې دوه یې نجونې دي.
افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې د دغو سیالیو په لړ کې چې د روسیې په کازان کې شوې وې، درې د برونزو مډالونه ترلاسه کړي وو.
0 دیدگاه