د زلزلې غر شپږ کاله وروسته ورک شو
د زلزلې غر شپږ کاله وروسته ورک شو
له نننه شپږ کاله وړاندې په عرب سمندر کې د شدیدې زلزلې له کبله یو کوچنی ټاپو پیدا شو او د همدې زلزلې له کبله په بلوچستان کې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې وه.
خو دا ټاپو چې د «زلزلې غره» په نوم یې یادوي، له ډېرې مودې را هیسې په کمېدو و چې شپږ کاله وروسته بالاخره بشپړ بېرته په عرب سمندر کې ننوت او ورک شو.
د ساینسپوهانو په باور، په دې سمندر کې هایډروکاربنز موجود دی، ځکه په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې هم یو ځل په زلزله کې دا ډول پېښه را منځ ته شوې وه چې له سمندره میتان ګاز هم راوتلي و.
خو اوس د ناسا په خلايي انځورونو کې ښکاري په عرب سمندر کې د زلزلې له کبله را پیدا شوی ټاپو بشپړ بېرته په اوبو کې ننوتی دی او زیاتوي په دې ټاپو کې نرم ډوله اور غورځوونکی غر دی چې له کبله یې دا ټاپو بېرته سمندر کې دننه کړی دی.
0 دیدگاه