د هندوانو مقدس ځنګل
د هندوانو مقدس ځنګل
په هندوستان کې کليوالو ښځو یو ځنګل ته د مسيحا نوم ورکړی او له تېرو ۲۰ کالونو را په دې خوا د هغې د ساتنې لپاره چوکیداري کوي.
د لوېدیځو رسنيو په حواله ویل شوي، د هند په اوډیشا کې ۷۵ ښځې له دوو لسیزو را په دې خوا د ۷۵ هيکټاره ځنګل ساتنه کوي. دوی څو ځله له غلو او جنګیالیو ډلو سره مخامخ شوي، خو هغوی نه دې توانېدلي چې دا باتورې مېرمنې پر شاه و تمبوي.
شل کاله مخکې ۱۹۹۵ کې د اوډیشا پر دې سیمې باندې توپان راغلی و چې په لویه کچه یې خلکو ته زیان واړاوه. د دغه توپان له کبله د سلګونو خلکو کورنه او ځمکې له خاورو سره خاورې شوې چې په ورته وخت کې له دې سیمې سره د ځمکې له لارې خلکو اړیکه پرې شوه او د څو ورځو لپاره خلک اړ شول چې په لوږه کې وخت تېر کړي.
خو له نېکه مرغه د دې ښار یو کلی چې گنډلبا نومېږي له افته بچ شوی و. د دې کلي خلکو سره فکر پیدا شو چې په دې ځنگل کې هرومرو څه شته، ځکه له توپانه بچ پاتې شوی دی او همدا لامل شو چې هغوی دې ځنګل ته د مسيحا نوم ورکړ او پرېکړه یې وکړه چې دا ځنګل باید پرې نهشي او که څوک یې پرې کوي؛ نو پر دې کلي به هم افت راشي چې بالاخره د ۱۹۹۹ مېلادي کال را په دې خوا ۷۵ ښځو د دې ځنګل ساتنه پیل کړه.
دا ښځې نالوستې دي، خو د موسم تر بدلېدو یې ډېر څه زده کړي دي. په ۱۹۹۹ مېلادي کال د توپان له کبله په مالومولو کې کامیابه شوې وې، دې ښځو دا چاپېریال خپل ملګری ګرځولی او د هر فصل ښه استقبال کوي.
0 دیدگاه