امریکا سوريې ته د جرمني عسکرو د استولو غوښتنه کړې
ایران د اټومي تړون له حده زیات یورانیم غني کوي
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، د یورانیمو غني کولو له هغه حده به واوړي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اټومي تړون له مخې ورته ژمن و.
عباس عراقچي زیاتوي، تهران لا هم غواړي دا تړون وژغوري، خو اروپايي هېوادونه یې تورن کړل چې په خپلو ژمنو و نه درېدل؛ نو ځکه دا ډول اقدام ته اړ شول.
ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی کاظم غریب ابادي وايي، د ایران اټومي فعالیت یوازې د هغه چوکاټ له مخې اروزل کېږي چې اټومي تړون پهکې منل شوی دی.
تر دې وړاندې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې د ایران هغه ادعا تایید کړه چې د دې هېواد د غني شویو یورانیمو کچه د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي موافقې له مخې تر ټاکل شوي حده اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش ویاند سټيفن دوجاریک وايي، د ایران د دې اقدام په خاطر چې خپل یورانیم به له ټاکل شوي حده زیات غني کوي، ډېر اندېښمن دی.
د اټومي موافقې له مخې ایران کولای شي یورانیم په ټیټه کچه په سلو کې د ۳.۶۷ په غلظت تولید او تر ۳۰۰ کیلوګرامو پورې زېرمه کړي، خو ایراني چارواکیو اوس ویلي چې د غني شويو یورانیمو د تولید کچه یې په موافقه کې له ټاکل شوې اندازې څخه زیاته کړې ده.
امریکا سوريې ته د جرمني عسکرو د استولو غوښتنه کړې
په سوريه کې د داعش ضد ایتلاف لپاره د امريکا ځانګړی استازی جېمز جيفري وايي، واشنګټن له جرمني غوښتنه کړې چې د سوريې د ډېموکراټيکو ځواکونو د همکارۍ لپاره د سوريې شمال ته پلي ځواکونه واستوي.
جيفري زیاته کړې، واشنګټن د جرمني له پوځه غواړي چې روزنيز ځواکونه، لوژستيکي متخصصان او تخنيکي کارکوونکي د سرویې شمال ته وساتوي.
هغه له جرمني رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، سوريې ته پلي ځواکونه د دې لپاره استوي چې تر يوه حده د امريکايي ځواکونو ځاى ونيسي او زیاته کړې یې ده چې جرمني د روانې ميلادي مياشتې تر پاى مخکې په دې اړه له برلېن ځواب تر لاسه کړي.
امريکايي ځواکونه د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت او د اسلامي دولت ډلې پر خلاف په مبارزه کې د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو ملاتړ کوي.
دا لوړپوړی امریکايي چارواکی داسې مهال سوریې ته د جرمني عسکرو د استولو غوښتنه کوي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر کال په ډېسمبر مياشت د سوريې له شماله د ٢٠٠٠ امريکايي پوځيانو د وېستلو خبره کړې وه.
0 دیدگاه