امریکا: د بریټانیا لهخوا د ایراني بېړۍ د نیولو هرکلی کوو
امریکا: د بریټانیا لهخوا د ایراني بېړۍ د نیولو هرکلی کوو
د امریکا متحده ایالتونو د جبلالطارق په ابنا کې د بریټانیا لهخوا د ایران د یوې تېل وړونکې بېړۍ د نیول کېدو هرکلی کړی او دا یې یو ښه خبر بللی دی.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن پر خپل ټوېټر لیکلي، امریکا او متحدان به یې د تهران او دمشق ترمنځ د تېلو د ممنوع سوداګرۍ مخنیوي ته دوام ورکړي.
د جبلالطارق حکومت چې د بریټانیا اړوند دی ویلي، د بریټانیا شاهي سمندري سرتېري د پنجشنبې په ورځ د (ګریس ۱) په نوم کښتۍ ته ننوتل او هغه یې ودروله.
د جبلالطارق حکومت د بیان پر بنسټ، داسې ښکاري چې دې کښتۍ د ایران خام تېل په سوریه کې د بانیاس د تېلو چاڼخونې ته لېږدول او دا چاڼخونه د اروپايي ټولنې په بندیزونو کې شامله ده.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د خپلې دې کښتۍ نیول کېدل ناقانوني بللي او د بریټانیا پر دغه اقدام یې اعتراض کړی دی.
0 دیدگاه