جنوبي کوریا: د ټرمپ او کېم لیدنه دوښمني ختموي
جنوبي کوریا: د ټرمپ او کېم لیدنه دوښمني ختموي
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اېن د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو تر منځ وروستۍ کتنه چې د دواړو کوریاګانو تر منځ پوله کې یې سره ولیدل، د هېوادونو تر منځ د دوښمنۍ پای ته رسولو لپاره مثبت اقدام وباله.
هغه د خپلې کابینې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ټرمپ او کېم کتنه دا معنا لري چې دواړو هېوادونو د دوښمنۍ اړیکو د پای ته رسولو او د سولې د یوه نوي پړاو د پیلولو اعلان وکړ.
د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا د اټومي لانجې د سولهییز هواري لپاره هڅه کړې چې د ټرمپ او کېم تر منځ ډیپلوماسي پیل شي.
ټرمپ وايي، د شمالي کوریا د اټومي بټیو له منځه وړلو ته بیړه نه لري، خو زیاتوي چې تر نااټومیتوب پورې به پر دغه هېواد سوداګریز او اقتصادي بندیزونه لګېدلي وي.
خو شمالي کوریا د امریکا دا پرېکړه پر خپل ځان یو فشار ګڼي او تل یې په همدې مسله له واشنګټن سره اړیکې خرابې شوې دي.
0 دیدگاه