کرنې وزات: د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راځي
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د وروستۍ سروې له مخې، سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي چې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه به د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهره د غنمو د وارداتو مخه ونیسي.
هغه وايي، په ټوله کې د افغانستان اړتیا څه باندې ۶ میلیونه مټریک ټنه ده، خو سږ کال وړاندوینه شوې چې له ۵،۱ میلیون مټریک ټنه غنم به تولیدېږي چې دا د تېر کال په پرتله ۴۲ سلنه ډېروالی ښیي.
افغانستان کابو شپږ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د شمېرو له مخې، په روان کال کې به د غنمو کمښت شاوخوا ۹۰۰ زره مټریک ټنه وي او دغهراز ټاکل شوې روان کال پر بزګرانو د کیمیاوي سرې او اصلاح شویو غنمو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه لوړه شي.
0 دیدگاه