په هند کې د افغاني کرنیزو محصولاتو ځانګړی نندارتون جوړ شو
د کرنې وزارت وايي، د هندوستان په ممبيي ښار کې یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو یوه نندارتون جوړ کړی دی.
له یاد وزارت څخه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، «د غوره طبیعت» په نوم یاد نندارتون د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د باغدارۍ، سوداګرۍ او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې بنسټ له لوري جوړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي، یاد نندارتون د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال محمدطاهر ایوب، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیالې مقدسې یورش او د هند د ممبي «مهار شترای» ایالت د کانونو او سوداګرۍ خونې د مسوولانو له لوري او د افغان سوداګرو په ګډون د جمعې په ورځ پرانېستل شوی چې دوه ورځې به دوام وکړي.
په دې نندارتون کې افغان سوداګرو خپل باغي او کرنیز محصولات په ۵۷ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي او د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۸۰۰ سوداګرو یاد نندارتون ته د لېدو لپاره نوملیکنه کړې ده.
د کرنې وزارت وړاندوینه کړې چې افغانستان به په دې نندارتون کې د خپلو محصولاتو لپاره د شاوخوا ۳۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد تر لاسه کړي.
په هند کې د افغاني محصولانو جوړ شوي نندارتون کې وچه او تازه مېوه، زعفران، طبي بوټي، شات او د افغانستان ځینې نور کرنیز محصولات د دوو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.
0 دیدگاه