ټرمپ ايران ته غاښ وچيچه
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ايران ته غاښ چيچلی او ويلي يې دي، دغه هېواد يوه لويه تېروتنه وکړه.
نن سهار د ايران د انقلابي ګارډ قوماندان جنرال حسين سلامي وويل، د ايران د هوايي دفاعي ځواګ د امريکا يوه بېپيلوټه الوتکه هرمز تنګي ته څېرمه ويشتې او راغورځولې يې ده.
ده ويلي، موږ ثابته کړه چې د خپل هوايي حريم ساتنه په ښه توګه کولای شو.
خو امريکايي چارواکي وايي، د امريکا دغه الوتکه په نړيوالو اوبو کې لوېدلې او دا په ډاګه کوي چې الوتکه د ايران فضايي حريم ته نه ده ننوتلې.
تر دغه پېښه څو ساعته وروسته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وليکل، ايران غټه تېروتنه وکړه.
هلته بيا د روسيې ولسمشر ويلادمير پوټين ويلي دي، که امريکا د ايران په غبرګون کې ځواک وکاروي، دا به د سيمې لپاره بدې پايلې ولري.
خو د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف بيا وايي، الوتکه يې د ايران په خاوره کې ويشتې او په اړه يې امريکايان درواغ وايي.
0 دیدگاه