امریکا له مخالفت سربېره منځني ختیځ ته نور عسکر استوي
امریکا له مخالفت سربېره منځني ختیځ ته نور عسکر استوي
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پېټرک شناهن وايي، امریکا د خپلې دفاع په خاطر منځني ختیځ ته ١٠٠٠ تنه عسکر لېږي، ځکه له ایرانه د خطر اندیښنې لري.
منځني ختیځ ته د امریکايي ځواکونو پر استلو ایران او روسیه ښکاره مخالفت کوي، ځکه په دې سیمه کې د امریکايي ځواکونو ډېروالی ایران د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي.
خو د امریکا د دفاع سرپرست وزیر په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، د ایران لهخوا د تیلو پر ټانکرونو بریدونه د دې هېواد نیت څرگندوي او په خبره یې ایران د امریکا او د متحدینو گټو ته خطر پېښوي.
د ایران او د امریکا تر منځ د شخړې امکانات د تېرې پنجشنبې تر پېښې وروسته چې د تیلو پر ټانکرونو برید وشو، لا زیات شوی دي، ځکه امریکا سمدستي د دې برید مسول ایران وباله.
ایران هم د تېر یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کولو ته به دوام ورکړي او کچه به یې له حده کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیر کال له ایران سره د اټومي وسلو پر سر له شوي تړونه خپله هېواد و اېسته چې دې پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې خراب حالت ته ورسولې.
0 دیدگاه