تمه ده د افغانستان هندواڼې اذربایجان ته ولېږل شي
د سوداګرۍ خونې ویاند وايي، دا خونه له صنعت او تجارت وزارت سره په ګډه هڅه کوي چې زر ټنه هندواڼه اذربایجان ته ولېږي.
جان اقا نوید زیاتوي، وروسته له هغه چې د افغانستان په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د مېوو بیه ټيټه شوه، هڅه کېږي چې دغه مېوې په ځانګړي ډول هندواڼه بهر ته ولېږدوي.
تر دې مخکې افغان بزګرانو د دوی محصولاتو ته د لازمو بازارونو د نهشتون له شکایتونه او اندېښنې مطرح کړې دي.
په ورته وخت کې ننګرهار کې هم بزګرانو هندواڼې د بازار نه شتون له کبله شکایتونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د وطني میوو لپاره مناسب بازار پیدا کړي.
0 دیدگاه