چين وايي، که امريکا جنګ غواړي، موږ يې په سر کې غواړو
بېجينګ ګواښ کړی دی چې که واشنګټن د جنګ دانه اخلي، دوی به يې بې ځوابه پرې نه ږدي.
د چين د دفاع وزير جنرال ويي فينګي په سينګاپور کې د نړيوال امنيت غونډې ته په خبرو کې ويلي دي چې که امريکا خبرې کوي، دوی ورسره مېز ته کښېني، خو که جنګ کوي، نو هم د دوی وار نه دی خطا.
تر دې وړاندې د چين حکومت ويلي وو، امريکا د دوی پر مالونو د ماليې په لوړلو ځان ته سرخوږی جوړوي.
د چين د دفاع وزير وايي، د امريکا دغسې اقدامات به په سيمه کې ناورين لا زيات کړي چې بيا به يې امريکا هم په مهارولو حيرانه وي.
د امريکا او چين تر منځ اقتصادي ناندرۍ واک ته د ټرمپ تر رسېدو وروسته زياتې شوې چې له امله يې اوس د دواړو هېوادنو اقتصادي اړيکې تر بدو بترې شوې دي.
په تېرو دوو ورځو کې دواړو هېوادونو د يو بل پر مالونو تر درې سوه شپېته ميليارډه ډالره زياته ماليه وضعه کړې ده.
0 دیدگاه