د امریکا په ویرجینیا کې یو کس خپل ۱۲ همکاران وژلي
د امریکا په ویرجینیا کې یو کس خپل ۱۲ همکاران وژلي
د امریکا د ویرجینیا پولیس وايي، د دغه ایالت د ویرجینیا بیچ ښاروالي په یوه ودانۍ کې یوه کس خپل ۱۲ همکاران وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
که څه هم د بریدګر پېژندنه نهده شوې، خو پولیس مني چې دې پېښه کې یو پولیس هم ټپي شوی او داسې ښکاري چې دا کس یو ناراضي مامور و؛ نو ځکه یې پر یوې حکومتي ودانۍ ډزې کړې دي.
د پولیسو مشر جیمز سیرویرا وویل، برید کوونکي د ویرجینیا بیچ ښار د ښاروالي په ودانۍ کې له یوه سره پر مامورینو ډزې وکړې، خو بریدګر د ځوابي ډزو پر مهال وژل شوی دی.
چارواکي وایي، دا برید کوونکی له اوږدې مودې راهیسې له خپله کاره ناراضه و، خو اېفبيای د دغه برید د لامل موندلو لپاره خپل پلاوی سیمې ته استولی دی.
0 دیدگاه