د کرنې وزارت د پستې ۱۴۰۰۰نیالګي وېشي
د کرنې وزارت د پستې ۱۴۰۰۰نیالګي وېشي
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د بڼوالو د اقتصاد پیاوړتیا په موخه د شمال زون په څلورو ولایتونو کې د پستې ۱۴۰۰۰ نیالګي وېشي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند په خبره، دا نیالګي په بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګانو ولایتونو کې پر بڼوالو وېشل کېږي.
د هغه په وینا، په تېرو درې څلورو کلونو کې د کرنې وزارت یو پروګرام د پستې د بڼونو جوړول و چې په ۱۴۰ ولسوالیو کې یې ښه پایله ورکړې ده.
رستمي زیاتوي، د کرنې او مالدارۍ وزارت تراوسه په ۲۹ زره جریبه ځمکه کې د پستې بڼونه جوړ کړي چې لس زره جریبه یې د دغه هېواد په شمال کې دي.
0 دیدگاه