ټرمپ لا هم له شمالي کوریا د ژمنتیا تمه لري
ټرمپ لا هم له شمالي کوریا د ژمنتیا تمه لري
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم باوري دی چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون به پر خپلو کړیو ژمنو ودرېږي.
نوموړي په ورته وخت کې پر خپلې ټویټرپاڼې د شمالي کوریا له لوري د توغندیو وروستۍ ازموینې بېاهمیته بللې دي.
هغه په جاپان کې زیاته کړې، شمالي کوریا ځینې وړې وسلې توغولي چې زه نه، خو زموږ ځینې خلک او نور یې نارامه کړي دي. ټرمپ ویلي، ډاډه دی چې ریيس کېم به له ما سره پر کړیو ژمنو ودرېږي.
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شینزو ابه سره د شمالي کوریا د اټومي او توغندويي پروګرامونو په اړه پر اندېښنو خبرې وکړي.
0 دیدگاه