سږ کال له ایرانه لسګونه زره افغانان په زوره ایستل شوي
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه خپاره شوي راپور کې وايي، د روان میلادي کال له پیله او د تېرې شنبې تر ورځې له ایرانه ۷۰۴۷۰ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي، خو ۸۶۷۸۲ نور په زوره ایستل شوي دي.
د ایاواېم په نوم دغه سازمان په خپل اوونیز راپور کې زیاته کړې، د یوې اوونۍ په لړ کې له ایرانه نږدې اته زره افغان کډوال په زوره او جبري ډول ایستل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د تېرې شنبې تر ورځې پورې له ایرانه نږدې دیارلس زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، خو له دې ډلې ۷۹۹۰ کسان د ایران حکومت افغانستان ته را اړولي دي.
همداراز د روان میلادي کال له پیله له پاکستانه ۸۸۲۰ افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي او ۱۸۹۱ نور په جبري ډول ایستل شوي دي.
په ورته وخت کې له اروپايي هېوادونو نه هم د روان میلادي کال له پیله ۶۴۳ افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۳۰۷ کسان په خپله خوښه او ۳۳۶ نور په جبري ډول را اړول شوي دي.
0 دیدگاه