په یوه انځور کې لکونه کهکشانونه
په یوه انځور کې لکونه کهکشانونه
د امریکا هبل خلايي دوربین تازه تازه یو داسې انځور جوړ کړی چې په کې له ۲۶۵۰۰۰ ډېر بېلابېل کهکشانونه ښکاري.
دا انځور د هبل یوې ځانګړې ډلې له لورې جوړ شوی چې هغوی ورته د لیګسي فیلډ نوم ورکړی او په منځ کې يې تر نورو لوی کهکشانونه ښکاري.
ستور پېژندونکي وايي، د دې انځور په اخيستلو څو کلونه وخت لګېدلی، ځکه په وینا یې په دې کې داسې کهشکانونه هم شته چې له ځمکې څو اربه لمریز کاله واټن لري او دا هغه کهکشانونه دي چې د کايناتو له پیدایښت سره هممهاله را منځ ته شوي.
د څېړنیزې ډلې مشر ګارت الینورت وايي، د دې انځور پیل ۱۶ کاله مخکې پیل شوی و، ځکه له ۲۰۰۴مېلادي کال را وروسته یې د بېلابېلو کهکشانونو ۴۵۰۰ انځورونه اخيستي او اوس یې ټول یو ځای کړي چې یو لوی سمندر ترې جوړ شوی دی.
0 دیدگاه