د ځمکې په کچه سیاره وموندل شوه
د امریکا د فضايي څېړنو اداره یا ناسا وايي، په تشیال کې یې په لومړي ځل د ځمکې په کچه یوه سیاره پیدا کړې ده چې دا یو بریالی ماموریت او لويه لاسته راوړنه بولي.
د اسټرو فزیک په نوم ژورنال چې د ساینس اړوند مطالب خپروي وړاندې لیکلي، د ټرانسيټېنګ، اېکسوپلانېټ، سروې سټلایټ، TESS په وسېله پیدا شوې سیاره له شمسي نظامه لرې، خو له ځلېدونکیو سیارو سره نږدې پرته ده.
ساینسپوهان وايي، د TESS په نوم دې سټلایټ د دوو کلونو په موده کې شاوخوا ۳۰۰ نورې سیارې هم موندلې، خو له شمسي نظامه ۱۳ نوري کاله لرې واټن کې پرتې دي.
ستورمزلي وړاندې زیاتوي، د دې موندل شوې سیارې په اړه یې د مګیلین دویم ټيليسکوپ په مرسته هم ډېر مالومات تر لاسه کړي، خو وايي، په دې اړه به نورې څېړنې وکړي.
0 دیدگاه