په کونړ کې د بوټو ساتنې لابراتوار ورغول شو
د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د ۱٫۹ میلیونه افغانیو په لګښت د بوټو ساتنې لابراتوار ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دغه وزارت د دې تر څنګ، په یاد ولایت کې د ۴٫۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې ویالې د پخېدو چارې بشړې او ګټې اخېستنې ته یې وسپارله.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دې پروژو د پرانېستې پر مهال وویل، د اوبو ضایع کېدو او د بوټو ناروغیو مخنیوي په برخه کې یې ګټور پروګرامونه پیل کړي چې له ډلې یې دغه دوه مهمې پروژې بشپړې شوې دي.
د کرنې او مالدارۍ رییس انجینر انعامالله ساپي وویل، پخوا په دغه ولایت کې د نباتي ناروغیو د مالومولو لپاره مجهز لابراتوار نه و او دوی به د نباتي ناروغیو د تشخیص لپاره نورو ولایتونو ته مراجعه کوله، خو اوس په دغه ولایت کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
0 دیدگاه