اسراییلي ټانکونو غزه په نښه کړې ده
اسراییلي ټانکونو په غزې تړانګه کې تر راکټي بریدونو وروسته هغه ځایونه په نښه کړي چې د حماس ډلې غړي پهکې مېشت وو.
د دې ډلې ویاند رسنیو ته ویلي، په دغو بریدونو کې چاته زیان نهدی اوښتی، خو په غزه کې روغتياپالان وايي، له اسراييلو سره پوله کې د اوونيزې مظاهرې د لومړي تلين په احتجاج کې څلور فلسطينيان وژل شوي دي.
د اسراییلي ځواکونو او حماس ډلې تر منځ د ناندریو تازه پړاو پنځه ورځې وړاندې هغه مهال پیل شو چې د غزې فلسطینیانو پر اسراییلو راکټونه واورول چې د تلابیب په یوه کلي کې یې اووه اسراییلیان ژوبل کړل.
د تېرې جمعې په ورځ د حماس چارواکیو اعلان وکړ چې له اسراییلو سره داسې هوکړې ته رسېدلي چې په پایله کې به یې وکولای شي، د غزې اقتصادي محاصره کمه کړي.
0 دیدگاه