برهم صالح: په عراق کې د امریکايي ځواکونو دوام ته اړتیا لرو
د عراق ولسمشر وايي، په هېواد کې یې عمومي ذهنیت دا دی چې عراق له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ دوام ته اړتیا لري او په خبره یې تر هغې به دوام وکړي چې ورته اړتیا وي.
برهم صالح زیاتوي، په خپل هېواد کې د امریکايي ځواکونو له حضور سره کوم جدي مخالفت نهلري؛ ځکه په خبره يې امریکايي ځواکونه له داعش وسلهوالې ډلې سره په جګړه کې د عراقي سرتېرو ملاتړ کوي.
په داسې حال کې چې په سوریه کې د امریکا ملاتړ لرونکیو ځواکونو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له داعشیانو نه یې وروستۍ سیمه هم نیولې او عراق لا د مخه د داعش پر ډلې بریا اعلان کړې وه، د عراق ولسمشر په دې مرکه کې خبرداری ورکړی چې د داعش وسلهوالې ډلې له اړخه ګواښ له منځه نهدی تللی.
امریکايي ځواکونه چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د عراق له اشغال وروسته، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له یاد هېواده وتلي، بېرته د داعش وسلهوالې ډلې پر ضد جګړه کې د مرستې لپاره وغوښتل شول.
0 دیدگاه