په اسراییل کې راکټي برید ۷ کسان ټپيان کړي
په غزې تړانګه کې د اسراییل پوځ تر وروستیو هوايي بریدونو وروسته اسراییلي چارواکي وايي، د دوی په سوداګریزه پلازمېنه تلابېب کې یوه راکټي برید اووه کسان ټپيان کړي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي، راکټ له غزې توغول شوی و او په شارون سیمه کې پر یوه کور لګېدلی او ۷ کسان یې ټپیان کړي د یوه ۵۹ کلن سړي او یوې ۳۰ کلنې ښځې وضعیت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخېستی او نه هم روښانه چې دا برید په تېروتنې شوی که په غزه تړانګه کې ملېشه ډلو کړی دی.
0 دیدگاه