په یمن کې د سعودي ۲۰ سرتېري وژل شوي
په یمن کې امنیتي چارواکي وايي، د سعودي عربستان په یوه ښار کې د برید پر مهال د دغه هېواد ۲۰ سرتېري وژل شوي دي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیا ساري زیاته کړې، دا ځواکونه هغه مهال وژل شوي چې وسلهوالو مخالفانو د سعودي عربستان په سهیلي جیزان ښار کې پر دوو پوځي هډو بریدونه وکړل.
که څه هم سعودي ځواکونو په دې اړه څه نهدي ویلي، خو ایراني رسنیو د ساري له قوله زیاته کړې، په یاد برید کې د سعودي ځواکونو دوه زغرهوال ټانګونه هم له منځه تللي دي.
د یمن جګړې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له هغه وروسته پیل شوې چې ایران پلوه حوثي شیعه یاغیانو د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله.
د حکومتي ځواکونو او حوثي یاغیانو ترمنځ په جګړو کې زرګونه ملکیان وژل شوي او په دغه هېواد کې یې تر ټولو ناوړه بشري ناورین رامنځته کړی دی.
0 دیدگاه