کډوالو وزارت: په ۳ میاشتو کې شاوخوا ۲ سوه زره افغانان بېځایه شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله د مارچ میاشتې تر ۲۳مې ورځې د جګړې، ناامنۍ او سېلابونو له امله تر دوو سوو زرو افغانان په کور دننه بېځایه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمدرضا باهر وايي، د یادو بېځایه شویو ډېر شمېر د وروستیو سېلابونو له امله د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال پر مهال په افغانستان کې اووه سوه زره افغانان بېځایه شوي وو چې نیمايي یې د وچکالۍ له امله له خپلو سیمو نورو ته کډه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د تېرې اوونۍ د راپور له مخې، وروستیو سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې خلکو ته پر ځاني زیان اړولو سربېره ۱۲۲ زرو کسانو ته مالي زیان هم اړولی دی.
0 دیدگاه