په موزنبیق توپان کې ښايي زر کسان مړه شوي وي
د موزنبیق ولسمشر فلېپ نیوسي وايي، تر اوسه د ۸۴ کسانو وژل کېدل تایید شوي، خو وېره ده چې څه باندې زر کسان به په دې پېښه کې چې هغه د لويې کچې یو ناورین وباله، وژل شوي وي.
دا توپان د تېرې پنجشنبې په ورځ بندري ښار بیرا ته نږدې په یوه ګړۍ کې له ۱۷۷ کیلومتره تېز باد سره یوځای سمندرغاړې ته ورسېد، خو مرستندویې ډلې د یکشنبې په ورځ دغه ښار ته ورسېدې.
د سېلابونو او تېز باد له کبله ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي. تر اوسه په رسمي ډول د توپان له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ ته رسېدلی.
په زېمبابوې کې هم د ۹۸ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی چې د حکومتي چارواکیو په وینا، د دغه هېواد په ختیځ او سوېل کې ۲۱۷ کسان لاهم ورک دي.
د برتانیا حکومت ویلي، موزنبیق او مالاوي ته یې ۶ بشردوستانه مرستې ځانګړې کړي او د سرپنا زرګونه ټولګې یې موزنبیق ته استولې دي.
0 دیدگاه