په مريخ کې اوبه پيدا شوې
د څښتن تعالی په نظام کې پر ځمکه د ژوندیو موجوداتو پیدایښت ښايي د اوبو او اکسېجن د شتون له کبله وي او په نورو سیارو کې چې تر دې مهاله د ژوند امکانات نه دې برابر شوي یوازنی دلیل یې همدا دی چې هلته لکه د ځمکې په څېر روانې اوبه او اکسېجن نهشته.
خو ساينس پوهان اوس په دې لټه کې دي چې په نورو سیارو کې د ژوند کولو امکانات برابر کړي چې په همدې برخه کې دوی په مریخ کې د اوبو پیدا کېدلو لپاره هڅې پیل کړي دي.
که څه هم مریخ چې په سره سیاره هم مشهوره ده، د یوې وچې بېدیا په څېر ښکاري، خو ستورمزلي وايي، کله چې دا سیاره په نوي عمر کې وه، ښايي اوبه پکې موجودې وې، ځکه پر سطحه او تر ځمکې لاندې يې د اوبو بشپړ نظام دی چې تر اوسه يې پکې اثار ليدل کېږي.
د اروپا فضايي ادارې ماهر ډاکټر فرانسېسکو وايي، په لومړیو کې مریخ اوبه لرلې، خو د وخت په تېرېدو سره یې له سطحې وچې شوې دي او د مریخ تل ته ښکته شوې دي چې په خبره يې په دې اړه يې د اوبو اثار هم پیدا کړي دي.
د دې اثارو پیدا کېدل هغه اټکل ته موږ لا نږدې کوي چې یو وخت به په مریخ کې ژوند کول هم ممکن شي او ستورمزلو په دې اړه مریخ کې داسې نښې نښانې هم پیدا کړي چې هلته یو وخت ژوندي موجودات اوسېدل.
0 دیدگاه