م.م: په یمن کې هره اوونۍ ۱۰۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال پر مهال په هره اوونۍ کې شاوخوا سل ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغه سازمان د کډوالو عالي کمېشنري په یوه تازه خپاره شوي راپور کې لیکلي چې په تېر ميلادي کال کې ۴۸۰۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې او په هرو ۵ کسانو کې یو يې ماشوم دی.
سرچینه زیاتوي، په دغه کال کې ۴۱۰ ماشومان وژل شوي او ۵۴۲ نور ټپیان دي چې د یادې مرګژوبلې نیمايي پېښې د یمن په حدیده ښار کې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري مرستیال والکر ټورک وايي، د ملکیانو ۳۰ سلنه په کورونو، د تېښتې پر مهال پر سړکونو، کار ځایونو او نورو ملکي سیمو کې وژل شوي دي.
دغه راز د ۲۰۱۶ میلادي کال له جون میاشتې تر دې دمه په یمن کې د حوثي وسلهوالو او د سعودي عربستان په مشرۍ د اېتلاف جګړه کې له ۶۰۲۲۰ ډېر خلک وژل شوي او د ملګرو ملتونو په وینا، اوس زرګونه خلک له وچکالۍ او قحطۍ سره هم مخ دي.
0 دیدگاه