د سوريې په سرحدي سیمه کې داعشیان کلابند شوي
داعش ډله د سوریې په ختیځ کې د عراق سرحد ته نږدې په باغوز ښارګوټي کې د سوریې د ډېموکراټیکو ځواکونو د بریدونو پر وړاندې سخت مقاومت کوي.
باغوز چې د فرات سیند پر غاړه پروت دی، په سوریه کې د داعش وروستی پوځي سنګر ګڼل کېږي.
د سوریې ډېموکراټیک ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي وايي، د داعش پر ضد دا عملیات به د یادې ډلې ځپلو برخه کې اغېزناک تمام شي او موخه یې هم له سوریې نه د داعش ډلې ورکول دي.
د راپورونو له مخې، د داعش جنګیالي اوس په سیمه کې کلابند شوي دي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تېره شپه باغوز ته د نږدې غونډۍ له سره د داعش د مرکز پر لور د هاوانونو ډزې کېدې او د یادو ډزو او هوايي بریدونو له کبله له ښاره لوخړې پورته کېدلې.
د امریکا ملاتړ لرونکيو ځواکونو د جمعې په ورځ په یاده سیمه کې پوځي عملیات له ۱۵ ورځني ځنډ وروسته بیا پیل کړل.
0 دیدگاه