ځمکې ته نږدې د ستورو سیند پیدا شو
ستورمزلو ځمکې ته نږدې، خو زموږ د سترګو له نظره لرې زرګونه ستوري پیدا کړي چې په یو وخت کې ځلېږي او ماهرینو ورته د ستورو سیند نوم ورکړی دی.
په اسمان کې د ستورو دا سیند د ویانا پوهنتون ماهرینو د اروپا خلايي سپوږمکۍ په وسېله پیدا کړی او ډېر ښکلي انځورونه يې هم ځمکې ته را استولي دي.
د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دې ستورمزلو د تشیال یا فضا په دې برخه کې په یو وار شاوخوا ۴ زره ستوري پیدا کړي چې ځلا يې هم ډېره زیاته ده.
ستورمزلو د دې ستورو د نورو ځانګړتیاو په اړه مالومات پیل کړي دي، خو زیاتوي د ستورو دا زړه را ښکونکي سیند زموږ له کهکشان یا اسمانلارې ګرد چاپېره هم چورلېږي.
0 دیدگاه