سعودي په لومړي ځل یوه ښځینه په امریکا کې سفیره وټاکله
د عربستان دولتي رسنيو د راپور له مخې، دغه هېواد د لومړي ځل لپاره يوه ښځه په امريکا کې د سفيرې په توګه نومولې ده.
شهزادګۍ ريما بنت بندر بنت سلطان د سعودي استخباراتو د پخواني رییس او په امريکا کې د سعودي عربستان د پخواني سفير لور ده.
ريما چې ډېره موده يې په امریکا کې هم ژوند کړی، د ځواکمن وليعهد محمد بن سلمان د کشر ورور شهزاده خالد بن سلمان پر ځاى به په امريکا کې د سعودي عربستان لومړنۍ سفيره شي.
د ریما پلار بندر بن سلطان له ۱۹۸۳ میلادي کال نه تر ۲۰۰۵ کاله په واشنګټن کې د سعودي عربستان د سفیر او له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د سعودي عربستان د استخباراتو د رییس په توګه دنده تر سره کړې ده.
0 دیدگاه