په ننګرهار کې له بېځايه شویو سره مرسته پیل شوه
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له لوري د يو شمېر موسسو په همکارۍ د شينوارو د شپږو ولسواليو له ۲۷۰۰ نه زياتو جګړه ځپلو او داخلي بېځايه شويو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.
د نغدي مرستو د وېش دا لړۍ د ولسمشر د سلاکار قمرالدين شينواري له لوري پيل شوه چې په لومړي پړاو کې د هسکې مېنې ولسوالي اړوند ۴۴ کورنۍ ترې برخمنې شوې .
قمرالدین شينواری وايي، د تېرو څو کلونو جګړو له امله د دغه ولايت د شينوارو زون اړوند شپږ ولسوالۍ سختې ځپل شوې چې په وینا يې، د جګړو له کبله کورنۍ بې ځايه شوي، کورونه یې نړېدلي او عامه ځايونه ړنګ شوي چې د ډېرو مرستو ترڅنګ، بيا رغونې ته هم اړتيا لري.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۸۳ زره کورنۍ د جګړو له وېرې بېځايه شوې دي.
0 دیدگاه