له لمره ۶۰۰ ټرېلیونه ځلانده سیاره پیدا شوه
په شمسي نظام کې د لمر د ځلا، رڼا او تودوخې په اړه به مو ډېرې عجیبې خبرې اورېدلې وي، خو ستورمزلو اوس داسې سیاره موندلې چې زموږ له لمره یې ځلا ۶۰۰ ټرېلیونه زیاته ده.
په کایناتو کې دا عجیبه ځلانده سیاره له ځمکې ۱۲٫۸ اربه نوري کاله لرې واټن لري چې د ستورمزلو په وینا په کایناتو کې تر دې مهاله دومره ځلانده سیاره نه وه موندل شوې.
راپورونه وايي، د امریکا په ایریزونا پوهنتون کې د نصب شوي ټېلېسکوپ له لارې دا لېدل شوې سیاره دومره ځلانده ده چې پخوا يې خلکو په اړه فکر نه و کړی.
ساینسپوهانو دې ځلاندې سیارې ته J043947.08+163415.7 نوم ور کړی چې په وینا يې دا ځلانده سیاره خپله تونايي له یوه ستر تور غار یا بلیکهول نه اخلي او رڼا يې په اصل کې زموږ د لمر په څېر ده، خو ځینې وخت يې د ناپاکې هوا له کبله رنګ اسماني رنګ ته ورته اوړي.
0 دیدگاه