ګاونډیان له کډوالو ناوړه ګټه اخلي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي وايي، ايران او پاکستان افغان کډوال په ترهګريزو بریدونو کې کاروي.
بلخي د ننګرهار له والي حیاتالله حیات سره په یوې ګډې خبرې ناسته کې وویل چې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو د ناسمې استفادې د مخنيوي لپاره یې پر يوې پاليسي کار پيل کړی دی.
نوموړی زیاتوي، ايران افغان کډوال د سوريې جګړې ته لېږي او پاکستان ورته خوندي پټنځايونه ورکړي او په وسیله یې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې يو شمېر رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ايران له افغان کډوالو د سوريې په جګړه کې ګټه اخلي او هلته يې د مذهبي جګړو په نوم لېږي.
0 دیدگاه