په بلوچستان کې چاودنې ۲۲ پاکستاني پوليس مړه او ټپيان کړل
د بلوچستان ايالت په تربت سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر موټر چاودنه شوې ده چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي او شپاړس نور ژوبل دي.
چاودنه د تربت په تمپ سيمه کې د پاکستان د سرحدي عسکرو پر موټر شوې ده.
په سيمه کې سرچينې وايي، پاکستاني عسکر سيمې ته د عملياتو لپاره تللي ول چې پر موټر يې چاودنه شوې ده.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په پېښه کې د شپږو تنو وژل کېدل مني، خو سرچينې وايي، د وژل شويو عسکرو شمېر ډېر زيات دی.
تر اوسه د چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو په بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو دغسې چاودنې زيات وخت ملتپال بلوڅان کوي.
نن سهار هم په کيچ سيمه کې وسلهوالو پر پاکستاني عسکرو وسلهوال بريدونه کړي ول چې پکې يې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.
0 دیدگاه