کوټې ته د منظور پښتین پر ورتګ بندیز ولګېد
که څه هم پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنک پر مشر منظور پښتین په ځلونو بندیزونه لګولي، خو د دغه هېواد امنیتي مسوولانو تازه ویلي چې بلوچستان ته د پښتین پر ورتلو یې درې میاشتې بندیز لګولی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سلیم کوسا وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یې له کراچۍ کوټې ته له رسېدو سره سم د کوټې له هوايي ډګره بېرته کراچۍ ته لېږلی چې په وینا يې نوموړی به ۹۰ ورځې بلوچستان ته د سفر اجازه و نهلري.
کوسا پر منظور پښتین تور پورې کوي چې د پاکستان د امنیتي اورګانو پر ضد خبرې کوي او په ولس کې کرکه خوروي.
خو په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، پښتین په کوټه کې د غورځنګ له فعالانو سره تر لیدلو وروسته د بلوڅو مېرمنو له لوري په هغه احتجاجي کمپ کې هم ګډون کاوه چې له تېرو څو اوونیو راهیسې يې د خپلو تري تم کسانو لهپاره جوړ کړی دی.
0 دیدگاه