۲۶ زره کډوال راستانه شوي
د کډوالو چارو وزارت وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۲۶ زره افغان پناه غوښتونکي له ترکیې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې وزارت مسوولان وايي، په ترکیه کې د لسو زرو افغان کډوالو له ډلې اته زره هغه دي چې غواړي د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.
د کډوالو چارو وزارت په خبره، که څه هم د ترکیې حکومت دغه کډوال په زوره نه دي اخراج کړي، خو د کډوالو پر ژوند د محدودیتونو په لګولو سره یو شمېر افغان کډوال له ترکیې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
0 دیدگاه