په بدخشان کې د رايو پر بیا شمېرنې نیوکې شوې
په بدخشان کې د ټاکنو د څاروونکيو بنسټونو یو شمېر مسوولان د ولسي جرګې د رایو د بیا شمېرنې پر مهال د روڼتیا پر نشتوالي نیوکه کوي.
د فیفا بنسټ وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کارکوونکي د ټاکنیزو مرکزونو د رایو په بیا شمېرنه کې عدالت تر پښو لاندې کوي.
اخوا په بدخشان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سیمه ییز دفتر وايي، د دې ولایت د شپېتو ټاکنیزو مرکزونو د رایو د بیا شمېرنې کار پایته رسېدلی او دا بهیر روڼ و.
0 دیدگاه