کرونا؛ په هېواد کې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه وتړل شول
افغان حکومت د یوې تازه پرېکړې له مخې د کرونا ویروس له پراختیا د مخنیوي په موخه د راتلونکي کال د حمل میاشتې تر ۳۰مې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تړلي دي.
حکومت ویلي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ثبت سره هممهاله یې دغه اقدام کړی دی.
په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس یوولس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
0 دیدگاه