د جمهور رئيس غني د لوړې مراسمو د ترسره کولو لپاره دولتي کمېټه جوړه شوه
حکومتي سرچینې وايي، چې د افغانستان د منتخب جمهور رئیس د لوړې مراسمو د ترسره کولو لپاره یوه ځانګړې دولتي کمېټه جوړه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، ښايي د جمهور رئیس غني د لوړې مراسم تر راتلونکو څلور – پنځو ورځو ترسره شي.
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو ادارې ویاند سید شاه سقیم سرخط ته وویل، چې د دغې ادارې رئيس عبدالمتین بیګ د لوړې د مراسمو د ترسره کولو د کمېټې مشري کوي او په دې برخه کې یې مقدماتي غونډې پیل کړي دي.
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني په یو فرمان کې، چې متن یې په یو شمیر کورنیو رسنیو کې نشر شوی، د عبدالمتین بیګ ترڅنګ د پروان د ولایتي شورا رئيس غلام بهاوالدین جیلاني ته هم د دغې کمېټې د ریاست په چارو کې مسولیت سپارلی دی.
ښاغلي سقیم زیاته کړه: "کمېټه تشکیل او تنظیم شوې ده، ژر به پرتمین مراسم جوړ شي، خو کره نېټه یې لا نه ده مشخصه شوې".
د افغانستان د جمهوري ریاست د حکم په اساس، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال محمدهارون چخانسوري، د ښاغلي غني سلاکاران وحید عمر او شاه حسین مرتضوي، د دفاع وزارت لوی درستیز بسمالله وزیري، په سیاسي او ولسي چارو کې د افغانستان د ملي امنیت شورامرستیال وحیدالله قتالي او د چارو د ادارې سرپرست الهام عمر هوتکي د دغې کمېټې غړي دي.
ښاغلي غني د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو او تراسنپورت وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست، د کابل ښاروالۍ او یو شمیر نورو دولتي ادارو ته هم له دغې ځانګړې کمېټې سره د همکاریو امر کړی دی.
1 دیدگاه
وحید
دوشنبه، ۵ حوت ۱۳۹۸پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply