د ټاکنو وروستۍ پایلې؛ ډاکټر محمد اشرف غني بریالی اعلان شو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون شېبه مخکې د تېرو جمهوري ریاست ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې ډاکټر محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.
په اعلان شویو پایلو کې ډاکټر محمد اشرف غني ۵۰.۶۴٪ رايې او عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲٪ رايې اخيستې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلان شویو شمېرو له مخې، ډاکټر محمد اشرف غني ۹۲۳۵۹۲ رایې او عبدالله عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې وړي دي.
د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان میاشتې په شپږمه نېټه وشوې.
د ټاکنو وروستۍ پایلې له څو میاشتو ځنډ او ناندریو وروسته چې د عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر نوماندانو پکې د پراخې درغلۍ ادعاوې هم کړې وې، اعلانېږي.
0 دیدگاه