په غور او بادغيس کې ۲۰ طالبان وژل شوي
د ۲۰۷ ظفر قولاردو د خبرپاڼې له مخې افغان امنیتي ځواکونو د غور په چهارسدې او د بادغېس په ابکمري ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي چې له کبله یې ۲۰ طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼې کې لیکل شوي چې ۱۶ طالبان په چهارسدې او پاتې ۴ په ابکمري ولسوالیو کې کې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو یوشمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
0 دیدگاه