طالبانو په زابل کې یو خبریال تښتولی
وسلهوالو طالبانو د عیسي محمد قلمیار په نوم د زابل یو سیمه ییز خبریال تښتولی.
وسلهوالو طالبانو تېره ورځ ناوخته د زابل د مرکز کلات اړوند د ازارتک په سیمه کې یو محلي خبریال عیسی محمد قلمیار نیولی او له ځانه سره یې وړی دی.
د زابل والي رحمت الله یارمل ویلي، چې عیسی محمد قلمیار تېره ورځ د زابل شاجوی ولسوالۍ ته تللی و چې بېرته مرکز کلات د تګ پرمهال وسلهوالو طالبانو له موټره ښکته کړی او نامعلوم لوري ته یې وړی.
که څه د وسلهوالو طالبانو ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د "باوري" په نوم په زابل کې د وسلهوالو طالبانو یوه ځایي قومندان پر ټولنیزو رسنیو د نیول شوي خبریال عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې د زابل د ملي رادیو ټلویزیون خبریال یې د بندیانو په لېست کې اضافه شو.
عیسي محمد قلمیار د تېرو پنځو کلونو راهیسي د زابل په ملي رادیو ټلویزیون او نورو محلي رسنیو کې کار کاوه.
0 دیدگاه