بادغیس کې طالبانو پنځه امنیتي سرتېري شهیدان کړي
د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یو برید کې د افغان ځواکونو ۵ تنه سرتېري وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني ازادي راډیو ته وویل: "تېر ماښام د اوه نیمو بجو شا او خوا کې، وسله والو طالبانو د استوګنې له کورونو په ګټنې د قادس ولسوالۍ ته پر څيرمه کلیو برید وکړ، په پایله کې یې زموږ د امینتي ځواکونو ۵ تنه شهیدان شوي چې په کې دوه تنه د ملي پولیسو ، دوه تنه د ولسي پاڅون کونکو او یو تن د ځانګړې قطعې سرتېري شامل دي."
د ښاغلي برهاني په وینا، په دې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو په داسې حال کې چې له امریکا سره د تړون وروسته پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه درولي، پر افغان ځواکونو یې بریدونو ته زور ورکړی.
دې ډلې د بادغیس د تازه برید په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلی.
0 دیدگاه