د لوگر ولایت مقام د ساتونکو ترمنځ خپلمنځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی
راپور: زین الله احمدي
د لوګر ولایت مقام د ساتوونکو ترمنځ خپلمنځي نښته کې یو ساتوونکی شهید شوی او یو بل ټپي دی.
د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ سرخط ته وویل، چې پېښه پرون ورځ د ولایت مقام د دوو ساتوونکو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته را منځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې دواړو لوریو لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې یو پر بل ډزې کړي، چې له امله یې د بخت الله خوستي په نوم یو ساتونکی شهید شوی دی.
د هغه په خبره، د پېښې عامل د پولیسو له لوري نیول شوی، چې اوس ترې پوښتنې او پلټنې روانې دي.
0 دیدگاه